د امريکا او چين د سوداګرۍ د ملي کمېټه په چين کې څه دپاسه دوه سوه د تصدیو غړي لري او په مسلسله توګه له اوو کلونو راهيسې يې د شانګهای نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) کې ګډون کړی دی. د امریکا او چین د سوداګرۍ د ملي کمېټې مشر کرایګ الن په دې وروستیو کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه له اوږدې مودې راهيسې د چين او امريکا تر منځ په سوداګريزو همکاريو بوخت دی او ویې ويل چې CIIE د دوی او چیني تصدیو ترمنځ د تبادلې لپاره يو پل جوړوي، او هم د چین د بازار پراخه وده ځواک ښيي چې ډېرې امریکایي تصدۍ غواړي چین کې سوداګریز فرصتونه ومومي.
کرایګ الن وویل چې CIIE په پرله پسې اوو کلونو کې په بریالیتوب سره تر سره شوی او لا زیاتې امریکايي تصدۍ د دې فرصت له لارې د چینایي بازار په اړه معلومات ترلاسه کوي. هغه باور لري چې د سږ کال CIIE ترټولو غوره دی. په دې نندارتون کې د پېرېدونکو اندازه او نندارچیانو د تګ راتګ کیفیت تر ټولو لوړ دی. د امریکا او چین د سوداګرۍ د ملي کمېټې ډېری تصدیو په نندارتون کې سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل، چې دا خورا مهمه او مثبته نښه ده. چين به تل زموږ لپاره ډېر مهم بازار وي او موږ به د چين په بازار کې د صادراتو او پلور اندازې پراخې کړو.