د سربيا صدراعظم ميلوس ووسيويچ چې د چين په اووم نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) کې د ګډون لپاره چين ته سفر کړی، په دې وروستيو کې په شانګهای کې له چين مېډیا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه. ووسيویچ وويل، CIIE نورو هېوادونو ته هغه فرصتونه برابروي چې د چین مشتريانو او همکارانو ته خپل توليدات وښيي. سربيا له ټولو خواوو سره ګډې همکارۍ غواړي.
ووسيویچ وويل، دا نندارتون د ټولنیز او اقتصادي ورخلاصون یوه روښانه بېلګه ده چې د نورو هېوادونو لپاره يې يوه ښه نمونه جوړه کړې ده. ځينې هېوادونه د ازاد بازار له ودې ملاتړ ادعا کوي، خو په اصل کې د سوداګریزې محاصرې کړنې ترسره کوي. سربیا نه غواړي چې د پروټېکشنيزم يا د خپلې سوداګرۍ حمايت غوښتونکو هېوادونو په ډله کې شامل شي. سربیا د چین په پرتله یو کوچنی بازار دی. خو موږ چین یو ستر او غښتلی همکار ګڼي. دا چیني بازار ته زموږ د تصدیو د ننوتلو لپاره فرصتونه برابروي.