د امريکا او چين د سوداګرۍ ملي کمېټې لخوا د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۵مې کليزې په مناسبت غونډه د نومبر د ۷مې نېټې په شانګهای ښار کې تر سره شوه.
په امريکا کې د چين سفير شيې فنګ په انلاين ډول په ياده غونډه کې وينا وکړه.
ښاغلي سفیر په وينا کې ويلي، د چين د دولت رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي درې اصول چې له مخې يې چین او امريکا دې يو بل ته درناوی ولري، په سوله کې د ګډ ژوند وکړي او د ګډو همکاريو له لارې دې ګډې ګټې ترلاسه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ له تجربو رامنځته شوي او په نوې زمانه کې يې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ سمه لار روښانه کړې ده.
نوموړي وويل، چې دواړه خواوې دې يو د بل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ، پرمختيايي لارې، د پرمختګ حقونو، لویو اصلي ګټو او مهمو اندېښنو ته درناوی وکړي.
نوموړي د تايوان مسئله د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه بللې او په وینا يې، د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا درې ګډې اعلاميې باید په ټينګه رعایت شي.
نوموړي زیاته کړه، چې چين او امريکا په ګډو همکاريو سره ډېر لوی او ښه کارونه ترسره کولی شي نو همکارۍ یې باید لاپسې زياتې شي.