د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ د نومبر په ۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د چين د بهرنيو چارو وزارت د فليپين د سمندري سيمو قانون او د ټاپوګانو او سمندري لارو قانون د تدوین له امله د دغه هېواد سفير احضار کړی او په دې اړه يې سخت اعتراض ورته وړاندی کړی.
ماو نېنګ ويلي، چې فليپين په غير قانوني توګه د سمندري سيمو قانون په جوړولو د چين هوانګ يان ټاپو او د نان شا سمندري اړوند ټاپوګان په خپل سمندري قلمرو کې شامل کړې دي، چې په جنوبي سمندرګي کې يې د چين پر ځمکنۍ بشپړتيا او سمندري حقونو ښکاره يرغل کړی دی. چين د فليپين دغه کړنه په کلکه غندي او ورسره ټينګ مخالفت کوي.
د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې هم په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د فليپين ياده کړنه په کلکو ټکو غندلې ده.