د سلواکيا صدراعظم روبیرت فیڅو چين ته د وروستي سفر پر مهال سي جي ټي اېن ته ويلي، چې له چين سره د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ټينګېدل د دواړو هېوادونو همکاريو ته نوی فرصت برابروي.
د چين اووم نړیوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو او سلواکيا په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون کړی. صدراعظم فیڅو په دې اړه ويلي، چې دغه نندارتون سلواکيا ته پرمختيايي فرصتونه برابر کړي او دا د سلواکيايي پلاوي لپاره له شک پرته خورا لوی سوداګريز فرصت دی.
نوموړي همدارنګه له سي جي ټي اېن سره د مرکې پرمهال د اوکراين کړکېچ يادونه کړې او ويلي يې دي، چې اوکراين په اروپايي ټولنې پورې اړه لرلی شي، خو په ناټو پورې اړه نه شي لرلی.