د چين دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د ۸ مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ایټاليا له ولسمشر ماتاريلا سره خبرې اترې وکړې.
شي جین پينګ وويل، نننۍ نړۍ د سخت بدلون په حال کې ده، چين او اروپا دوه لوی سوله خوښوونکي او رغنده قوتونه دي او خپلمنځي ستراتېژيکې خبرې، پرانيستي همکارۍ او نظري تبادلې يې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټې لري. چين غواړي له اروپا سره په ګډې پياوړې همکارۍ، له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او هيله لري، چې ايټاليا په دې برخه کې فعال رول ولوبوي.
ماتاريلا وويل، ايټاليا د یو چين پېژندنې پر اصل ټینګار لري او چين خپل مهم همکار بولي او غواړي چې له چين سره د خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ۲۰ مې کليزې له شته فرصتونو څخه ګټې پورته کړي، په اقتصادي، سوداګريزو او علمي ټېکنالوژيکي برخو کې ګډې همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکو ته نوې وده ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې ايټاليا په ډېرو موضوعاتو کې له چين سره نږدې دریځ لري او له پروټېکشنيزم يا د خپلې سوداګرۍ له حمايت غوښتنې سره مخالفت کوي او له نورو هېوادونو سره متقابل ورخلاصون، د نظرونو تبادله او يووالی غواړي.