د مالتا د ترانسپورت، بنسټیزو تاسيساتو او عامو پروژو وزير کريس بونټ د نومبر په ۹مه نېټه وويل چې د چين بريښنايي موټر پرمختللې تکنالوژي او ښه بیه لري او په راتلونکي کې د چين د لا ډېرو بريښنايي موټرو د واردېدو هیله لري.
د (سلام! چين) په نوم سيلانيزو بسونو د پرانيستلو مراسم چې په مالتا کې د چين د کلتوري مرکز او د سانتا لوسيا ښاروالۍ له خوا په ګډه جوړ شوي ، د روانې مياشتې په نهمه نېټه په سانتا لوسيا کې تر سره شول. په چین کې جوړشوي درې بریښنايي بسونه په دې مراسمو کې په رسمي ډول نندارې ته وړاندې شول.
بونټ په دغه مراسمو کې وينا وکړه او ويې ويل چې د دې بريښنايي بسونو کارول دا ثابتوي چې مالتا، چين او د نړۍ نور هېوادونه بايد د اقليمي بدلون او دوامدار پرمختګ د تر لاسه کولو په شمول د ګډو ننګونو د حل لپاره همکاري وکړي. چين د دوامدار ټرانسپورټ په برخه کې مخکښ دی چې له چين سره همکاري به نه يوازې له مالتا سره د ترانسپورت د زرغون بدلون په ګړندیتوب کې مرسته وکړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې دوستانه اړيکې به لا ټينګې کړي.