د طبيعي سرچېنو په اړه د شي جين پينګ د څرګندونو غورچاڼ په دې وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د ګوندي تاريخ او سندونو څېړنيز انسټيټيوټ لخوا ايډېت او په ټول هېواد کې خپور شوی دی.
طبيعت د انسانانو د ژوند او پرمختګ بنسټ دی. د چين کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د شي جين پينګ په محور د ګوند مرکزي کمېسيون د انسانانو او طبيعت د ګډ ژوند پرمختيايي پلانونه جوړ کړي، د طبيعي سرچېنو د کارونو بشپړه مشري او اداره يې کړې، د سرچېنو او چاپېريال د ساتلو په مخکښ شرط او بنسټ يې د مختلفو سيمو پرمختيايي ستراتيژي ټاکلې او د چيني ملت د دوامدار پرمختګ لپاره يې ښه راتلونکې جوړه کړې ده.