د چين د سمندري پوليسو ادارې د نومبر په لسمه نېټه د هوانګ يان ټاپو په اړه يوه اعلاميه خپره کړه.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې هوانګ يان ټاپو د چين د خاورې يوه برخه ده او چين له اوږدې مودې راهيسې په مداومه، سوله ييزه او اغېزمنه توګه په نوموړې ټاپو کې صلاحيت او اداره عملي کړې. د فليپين پوځي الوتکې او د ماموريت بېړنۍ له تېرې يوې مودې راهيسې د هوانګ يان ټاپو نږدې هوايي او سمندري سيمې ته ننوتلې او د ناوړه نيت ډکې لمسون کوونکې کړنې يې کړې او د چين د خاورې پر ملي حاکميت او سمندري حقونو يې تيری کړی دی. بر سيره پر دې، فليپين کب نيوونکې بېړۍ لمسولې، چې د هوانګ يان ټاپو په سمندري سيمه کې په ناقانونه توګه کار وکړي. د معلوماتو له مخې، پر ځينو فليپيني بېړيو شک کېږي، چې کبانو ته د زهر ورکولو او د نايابو سمندري حيواناتو د نيولو په شمول ناقانونه کړنې يې ترسره کړې او د سمندر کمزوري ايکولوژيک سيسټم ته يې زيانونه ورسول.
د چين د سمندري پوليسو ادارې په خپله اعلاميه کې ويلي، چې دوی به د کورنيو او نړيوالو قوانينو او قواعدو له مخې د دغه هېواد د هوانګ يان ټاپو په شاو خوا سمندري سيمې کې ګزمه او د قوانينو تطبيق پياوړی کړي.