د پهلوي کورنۍ شاهزاده وایي د ایران اوسنی نظام مخ پر ړنګېدو دی. د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړی او ددغه هېواد د پخواني پادشا زوی رضا پهلوي وايي، ایرانیان په اوسني نظام کې خپل خیر نه ویني او دغه نظام مخ پر ړنګېدو دی. دده په وینا د پلار تر وتلو یې وروسته په ایران کې وضعیت خورا ترینګلی دی او ایراني وګړي د اوسني نظام تر چتر لاندې له سختیو او ستونزو ډک ژوند تېروي. رضا پهلوي ویلي، ایرانیان حق لري چې د نړۍ د نورو وګړو په څېر ازاد ژوند وکړي نو ددې کار لپاره د اوسني نظام د له منځه تګ اړتیا لیدل کېږي. هغه پر لودیځو هېوادونو هم نیوکه کړې چې د ایراني رژیم پر وړاندې قوي او پياوړی دریځ نه لري. رضا ټینګار کړی، چې هر ایرانی نن سبا د ژغورنې غوښتنه کوي او د ازادۍ پلوی دی.