د چين اووم نړیوال وارداتي نندارتون د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شو، چې ټولټال ۷۷ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پکې برخه درلوده او سلواکيا په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون کړی و.
د سلواکيا صدراعظم روبېرټ فيکو د همدې میاشتې په ۵مې نېټې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې د چين بازار د خپل هېواد لپاره ډېر اړين بللی او د چین نړيوال وارداتي نندارتون يې د پرمختک يو ښه فرصت ياد کړی دی.
نوموړي ويلي، چې هغه د دواړو هېوادونو په همکاريو کې متقابل درناوي ته په درنه سترګه ګوري او په خبره یې، دواړو هېوادونو د همکارانو په توګه ښې همکارۍ ترسره کړي او په ګډه د همکاريو فرصتونه پيدا کوي.
صدراعظم روبېرټ فيکو د چين نړيوال وارداتي نندارتون د سلواکيا د پلاوي لپاره يو لوی سوداګريز فرصت بللی او له سلواکيايي سوداګرو یې غوښتي، چې د چين زياتو فعاليتونو کې برخه واخلي.