د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د نومبر په لسمې نېټې د دغه هېواد د هوانګ يان ټاپو د سمندري قلمرو د بنسټيزې پولې د خپرېدو په اړه رسنيو ته ويلي، چې هوانګ يان ټاپو د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده.
د چين حکومت د ((د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون )) په شمول د نړيوالو قوانينو او د (( د چين ولسي جمهوريت د سمندري قلمرو او تړلو سيمو قانون)) له مخې د دغه ټاپو د سمندري قلمرو بنسټيزه پوله ټاکلې او خپره کړې يې ده او دغه کړنه يې د سمندري ادارې د پياوړتيا قانوني او عادي تدبير بللی، چې له ټولو نړيوالو قوانينو او دودونو سره سمون لري.