د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د برازيل د بېلا بېلو برخو ملګرو شخصتونو ته ځوابي پيغام ليږلی او دوی يې هڅولي، چې د دواړو هېوادنو د دوستۍ لپاره خدمتونو ته دوام ورکړي.
نوموړي په پيغام کې ليکلي، چې چين او برازيل د خپلمنځي ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسو کلونو راهيسې لاس په لاس ګډ پرمختګ موندلی او يو د بل ملاتړ یې کړی دی.
شي جین پینګ هیله ښودلې، چې د چین او برازيل خپلمنځي دوستي نوره هم پراختيا ومومي او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي، همکاریو، ګډ پرمختګ او ګډو ګټو نمونه جوړه او د سولې او پرمختګ لپاره لا لوی خدمتونه وکړي.
نوموړي د برازيلي دوستانو هرکلی کړی، چې چين ته سفر وکړي او له نژدې د چيني شکله عصري کېدو بهیر او پرمختګ وګوري.
د برازيل د ساو پاولو ايالت د کامپينس ښاروال هېنريکو تيشيرا، د برازيل – چين دوستۍ ټولنې، د ساو پاولو پوهنتون او ساو پاولو ايالتي پوهنتون ښوونکو او محصلينو، د ريودې جانيرو کوپاکابانا فيلهار مونيک ټولنې په شمول د دغه هېواد څه باندې سلو ملګرو شخصيتونو په جلا جلا توګه رئیس شي ته پيغامونه ليږلي او مننه یې ترې کړې، چې د چين حکومت، تصديو او پوهنتونونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او د ځايي خلکو د ژوند د ښه والي لپاره خدمتونه کړي دي.