د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په يوولسمې نېټې رسنیو ته ويلي، چې د روسيې د فډرالي امنيت کنفرانس سکرتر سيرګي شويګو به د نومبر له يوولسمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې په چين کې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک امنيت د سلامشورو په نولسم پړاو او د قانون د اجرا د امنيتي همکاريو د ميکانيزم په نهمې غونډې کې ګډون وکړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د دې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د دې کمېټې د سياسي او قانوني کمېسيون منشي چن ون چينګ به په جلا جلا توګه له نوموړي سره وګوري او پر خپلمنځي اړیکو به ورسره خبرې وکړي.