د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د ۱۳مې نېټې په سهار په ځانګړې الوتکې له بېجینګ څخه د پیرو په لوري وخوځېد.
نوموړی به د پیرو د ولسمشر دينا بولوارتي په بلنې د دغه هېواد په پلازمېنې لیما کې د اسيا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاريو سازمان په ۳۱مې غير رسمي غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.