د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په ۱۲مه نېټه د نوبتي خبري ناستې مشري وکړه او يوه خبريال د جنوبي سمندر په اړه د فليپين د کړنې په هکله ورڅخه پوښتنه وکړه.
وياند لين جيانګ وويل، چې د جنوبي سمندر په هکله د چين او فليپين تر منځ هر ځل جنجال د فليپين لخوا پارول شوی. فليپين لومړی د چين پر ملي حاکميت تيری کړی، چين مجبور شوی چې د خپلو قانوني حقونو او ګټو د ساتلو لپاره اړين تدبيرونه ونيسي. که فليپين پر چيني ملي حاکميت د تيری کولو کړنې ختمې کړي، د جنوبي سمندر حالات به ارام شي.