د امريکا د فلم مارکيټ ۴۵مه دوره پر ځايي وخت د نومبر په لسمه نېټه په لس ويګاس ښار کې پای ته ورسېده.
چيني فلمونه په دغه فعاليت کې د خلکو ډېره پاملرنه جلب کړې ده. د فعاليت پر مهال د چيني فلمونو نندارځی ترتيب شوی او د چين د ۵۵ فلم سازيو فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي. دغو فلمونو د فلم په برخه کې د چين نوي لاسته راوړنې ښودلې او نړيوال فلم بازار ته يې حياتي ځواک ورکړی دی.
د چين د فلمونو ګروپ مشر فو ژو چينګ وويل، چينايان او امريکايان د فلمونو له لارې متقابل تفاهم تر لاسه کولی شي. د چين فلم سازان به لا زيات داسې فلمونه جوړ کړي، چې د چين د هنر او ارزښتونو څرګندويي کوي، څو امريکايان ترې رښتينی چين وپېژني. نوموړي د چين ميډيا ګروپ د چيني فلمونو په سمسورتيا او پراختيا کې مثبت رول لوبونکی بللی.