د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بيل او ميلينډا ګېټس صندوق مشر بيل ګېټس د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د ۲۰۱۹ کال پرانيستی ليک خپور کړ او په ځانګړي توګه يې د سين هوا اژانس له لارې يوه ويډيو خپره کړه. د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې ګېټس د نړيوال پرمختګ په بهير کې د چين د ونډې ستاينه وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې چې د ټېکنالوژۍ نوښت ته پاملرنه وکړي او نړيوالې ستونزې حل کړي.
ګېټس په ياده ويډيو کې ويلي چې په تېر کال کې چين د ګردې نړۍ د پرمختګ په برخه کې په پر له پسې توګه مهم خدمتونه کړي دي. په تېرو ۴۰ کلونو کې چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او اوس پانګه اچونه زياتوي او له نورو هېوادونو سره مرسته کوي څو د دوی پر وړاندې سختې ننګونې حل کړي.