د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مې نېټې له پيرو څخه د ليدنې او په دغه هېواد کې د اېپيک یا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۳۱مې غېر رسمي غونډې کې د ګډون په موخه د پيرو پلازمېنې ليما ته خوځيدلی دی.
نوموړي ليما ته تر رسېدو مخکې په (( پيرويان )) ورځپاڼې کې ((د چين او پيرو د دوستۍ بېړۍ د لري مزل پيل)) په عنوان لیکنه خپره کړې ده.