د ((شي جين پينګ د خوښې کلاسیکې کېسې)) درېیمه برخه به د نومبر له ۱۴مې نېټې څخه د پیرو په ملي ټلویزیون، ټلویزیوني شبکې او د دغه هېواد د راډیويي شرکت د ټلویزیون په شمول څو رسنیو کې په هسپانوي ژبې خپره شي.
دغه وېډيويي پروګرام د چين ميډيا ګروپ له لوري جوړ شوی، چې منځپانګه یې د کلتور د خپرېدو، ایکولوژیکي تمدن، د بېوزلۍ له منځه وړلو او د تمدني تبادلې په شمول پر څو موضوعاتو ورټوله ده.
د چین دولت رئیس شي جين پينګ د پیرو ولسمشرې دینا بورورت په بلنې د دغه هېواد پلازمېنې لیما ته رسېدلی او هلته به د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان یعنې ايپيک د مشرانو په ۳۱مه غیر رسمي غونډه کې ګډون وکړي.