د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۴مې نېټې د پيرو د ولسمشرې دينا بوروارت په بلنې د دغه هېواد پلازمېنې ليما ته ورسېد.
نوموړی به د ايپېک یا د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ۳۱مې غير سمي غونډې کې ګډون او له پيرو څخه رسمي ليدنه وکړي.
کله چې شي جين پينګ په ځانګړې الوتکه کې د پیرو ماکایا هوايي ډګر ته ورسېد، نو د دغه هېواد د وزيرانو شورا رئيس ادريانسون او نورو لوړ پوړو چارواکو لخوا یې تود هرکلی وشو او ځايي زده کوونکو ورته په چيني ژبې تود هرکلی ویلی دی.
د پیرو چارواکو په هوایي ډګر کې د رئیس شي جین پینګ لپاره سرې غالۍ غوړولې وې او د نوموړي تود هرکلی یې کړی دی.
شي جين پينګ په هوايي ډګر کې کتبي وينا کړې او د پيرو حکومت او خلکو ته يې نېکې هيلې وړاندې کړې دي.
رئيس شي جين پينګ سره په دغه سفر کې څای چي او وانګ يي هم ملګرتیا دي.