پيرو ته د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دولتي سفر په ترڅ کې، د چين ميډيا ګروپ او د پيرو عالی رتبه څيړنيز مرکز په ګډه ۱۱۱۱ پيرويانو ته ” د چين په وړاندې د پيرو د خوښې” په عنوان سروې تر سره کړه.
د سروې زياتره ګډونوال د چين او پيرو ترمنځ د دوديزې دوستۍ او عملي همکارۍ ستاينه وکړه او هيله يې ښودلې، چې دوی به د چين او د لاتينې امريکا د اړيکو د پياوړتيا او د سراسري جنوبي هېوادونو د لوړې کچې همکارۍ په برخه کې د “پيروي موډل” جوړولو لپاره به کوښښونه وکړي.
پیرو د لاتینې امریکا یو له لومړنیو هېوادونو څخه و چې د چین له ولسي جمهوریت سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې او هراړخيزې ستراتیژیکې همکاري ټینګې کړې. د سروې ۹۷.۷ سلنه ګډونوال چين یو مهم هیواد، ۹۱.۵ سلنه ګډونوال چين زړه راښکونکی هېواد، ۹۱.۲ سلنه ګډونوال چين د درناوي وړ هېواد بولي.