د چین سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې وزیر وانګ ون تاو او د پېرو د بهرنۍ سوداګرۍ او سیلانۍ وزیر ورسوله لیون په پلازمېنې لیما کې د چین او پېرو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکول لاسلیک کړی دی.
چین او پېرو د ۲۰۰۹م کال په اپریل کې د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی او د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې یې د یاد تړون د کچې پر لوړولو بحثونه پیل او د روان کال په جون کې یې بشپړ کړل.
د چین او پېرو په لوړې کچې پرتوکول کې د توکو د اصلي تولیدي ځایونو د مقرراتو، د ګمرکي ګامونو، د پوهنې ملکیت حق او د خدمتي سوداګرۍ په شمول د ۷ برخو محتویات شامل دي او د تګلارو، انلاین سوداګرۍ او د ګردې نړۍ د غرضې ځنځیر په شمول ۵ نورې برخې هم ورزیاتې شوې دي.