د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په ماسپښين د پېرو په پلازمېنې ليما کې د ايپېک د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډې کې د جاپان له لومړي وزير اشيبا شيګيرو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږیدلي دي.
اوسمهال نړيوال او سيمه یيز حالات پيچلي او ترينګلي دي.
شي جين پينګ ويلي، چين او جاپان ښه ګاونډيان او د اسيا او نړۍ مهم هېوادونه دي او خپلمنځي اړيکې یې د ښه والي په کليدي موده کې او له دوه اړخيزې کچې څخه لوړ اهميت لري.
نوموړي د چين پرمختګ د جاپان په شمول د ګاونډيو هېوادونو او حتی د نړۍ لپاره یو فرصت بللی او هیله یې ښودلې، چين او جاپان متقابلې پېژندنې سمې کړي، د ستراتيژۍ او عمومي حالاتو له لحاظه خپلمنځي اړيکې په سم لوري روانې وساتي او د تاريخ او تايوان په شمول مهمې مسئلې حل کړي.
شي جين پينګ ويلي، چين او جاپان دې په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همکارۍ پياوړې کړي، رښتنی څواړخيزم دې عملي او پرانيستی سيمه يزم دې نور هم پراخ کړي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې دې ګډه مقابله وکړي.
اشيبا شيګيريو ويلي، جاپان او چين د سيمه ييزې سولې او سمسورتيا د ساتلو مسئوليت لري او هېواد یې غواړي له چين سره د متقابلو ستراتيژيکو ګټو پر بنسټ اړيکې پرمخبوزي او په خبره یې، د دواړو هېوادونو ثابتې او مثبتې اړيکې د سيمې او نړۍ لپاره ستر اهميت لري.
نوموړي ويلي، هېواد یې د تايوان مسئلې په هکله د ۱۹۷۲م کال د جاپان او چين د ګډې اعلاميې پر دريځ ټينګار لري او د دواړو هېوادونو د څلورو سياسي سندونو اصول او ګډ نظرونه پلي کوي او پر سوله ييزې لارې ټينګار لري.
شيګیريو ويلي، جاپان به تاريخ او راتلونکي ته په کتو تګلارې غوره کړي او له چين سره به صميمي خبرې او تګ راتګ وساتي.
نوموړي د جاپان او چين ترمنځ د اقتصادي همکاريو راتلونکی پراخ بللی او په وينا یې، جاپان له چين سره د اقتصادي اړيکو د پريکولو نظر نه لري، بلکې په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ زياتې کړي.