شي جين پينګ د نيوزيلنډ له صدراعظم کريستوفر لوکسون سره ولیدل
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د پېرو په پلازمېنې ليما کې د ايپېک د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډې کې د نيوزيلنډ له صدراعظم کريستوفر لوکسون سره لیدلي دي.
شی جين پينګ چين او نيوزيلنډ د اسيا او ارام سمندري سيمې مهم غړي هېوادونه یاد کړي او په خبره یې، دواړه هېوادونه د اقتصادي پرمختګ په بهير کې يو له بل سره مرسته کولی شي.
تاریخ ته په کتو، تراوسه د چين او نیوزیلنډ ترمنځ هيڅ جنجال نه دی رامنځته شوی او تل یې يو بل ته د همکار په سترګه لیدلي دي.
نوموړي ويلي، چين به له نيوزيلنډ سره د متقابل درناوي، ټولشموليت، همکاريو او ګډ پرمختګ پر بنسټ اړيکې جوړې کړي او د ملګرو ملتونو، ايپېک او تجارت نړيوال سازمان په شمول ډېرو چوکاټونو کې به همکارۍ او همغږۍ زياتې کړي او د اسيا او ارام سمندري سيمې او حتی د نړۍ سوله او ثبات به وساتي.
لوکسون ويلي، شي جين پينګ لس کاله پخوا له نيوزيلنډ څخه لیدنه کړې وه او له همغه مهال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ښه پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، هېواد یې له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکي دوستانه اړيکو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي او د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار لري او په خبره یې، نيوزيلنډ به له چين سره د مشرتابه په کچه تګ راتګ زيات او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي.
لوکسون هیله ښودلې، چې نیوزیلنډ او چين د ايپېک په شمول په څو اړخيزو ميکانيزمونو کې خپلمنځي همغږي زياته کړي او سيمه ييز ازاد تجارت او پرانيستی پرمختګ وساتي او سيمه ييزه سمسورتيا وهڅوي.