د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د پېرو په پلازمېنې ليما کې د ايپېک د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډې کې د چيلي له ولسمشر ګابريل بوريک سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو یې غږیدلي دي.
چيلي په جنوبي امريکا کې لومړنی هېواد دی، چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړي او دواړو هېوادونو له څه باندې نيمې پيړۍ راهيسې په مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مهمو مسئلو کې یو د بل ټينګ ملاتړ کړی چې ملګري او همکار هېوادونه پاتې شوي دي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې په ټينګار ويلي، چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړيوال سازمان او د ايپېک په شمول څواړخيزو ميکانيزمونو کې له چيلي سره همکارۍ پیاوړې او رښتنی څواړخيزم به عملي کړي، د نړۍ د عرضې ځنځير د ثابتوالي او د نړۍ د سراسري جنوب د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې به وساتي او د اسيا او ارام سمندر پياوړې، پرانيستې او سوله ييزه ګډه ټولنه به اباده کړي.
ګابريل بوريک د چيلي او چين ترمنځ اړيکې ښې او د خپلمنځي اقتصاد او تجارت د همکاريو لاسته راوړنې یې زياتې بللې دي.
نوموړي ويلي، چيلي د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره په مختلفو ساحو کې همکارۍ وکړي او په خبره یې، هېواد به یې د ايپېک په شمول څواړخيزو چوکاټونو کې له چين سره همغږۍ پياوړې کړي، د ځاني تجارت ساتونکې غوښتنې سره به ټينګ مخالفت وکړي او د نړۍ د ازادې سوداګرۍ او د توليد او برابرۍ ځنځيرونو د خونديتوب ساتنه به وکړي.