د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د پېرو په پلازمېنې ليما کې د ايپېک د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډې کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر يون سوک يول سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږیدلي دي.
شي جين پينګ او يون سوک يول دوه کاله وړاندې د هندونيزيا په بالي ټاپو کې لیدنه کړې وه، چې له هغه وخت راهيسې په نړيوالو او سیمه ييزو حالاتو کې ډېر بدلونونه راغلي دي.
نوموړي ويلي، چين او کوريا جمهوريت دې د خپلمنځي سياسي اړيکو پر نظريو ټينګار ولري، خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي، د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د سالم پرمختګ هڅونه دې وکړي، د دواړو هېودونو خلکو ته دې ګټې ورسوي او د سيمه ييزې سولې او ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې خدمتونه وکړي.
يون سوک يول ويلي، کوريا جمهوريت او چين له تېرو دوو کالونو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې په منظم ډول خپلمنځي همکارۍ کړي او نږدې تګ راتګ یې ساتلی دی.
نوموړي چين د نړيوال اقتصاد د پرمختګ مهم انجن یاد کړی، چې د نړۍ د مختلفو مسئلو د هواري لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
یون سوک يول چين د کوريا جمهوريت مهم همکار بللی او هيله یې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې او همکاریزې اړيکې پر له پسې پرمختګ ومومي.
نوموړي زياته کړې، کوريا جمهوريت د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او هيله یې ښودلې، چې هېواد یې د چين د عصري کېدو له بهیره برخمن شي.