د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د پېرو په پلازمېنې ليما کې د ايپېک د مشرانو د غير رسمي غونډې په څنډې کې د سينګاپور له صداعظم لاورينس وونګ سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږیدلي دي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې چين او سينګاپور نږدې دوستان او ملګري هېوادونه ياد کړي او ويلي یې دي، دواړو هېوادونو د پخوانيو او اوسنيو مشرانو تر پاملرنې لاندې خپلمنځي اړيکې ټينګې ساتلي او د ګډو ګټو او ګډ پرمختګ پر بنسټ یې د اړيکو نمونه جوړه کړې ده.
نوموړي ويلي، چين به د ملګرو ملتونو او ايپېک په شمول په څواړخيزو ډګرونو کې له سينګاپور سره همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ د څواړخيزم او ټولو ته د ګټو رسولو او ټولشموليت پر بنسټ به د اقتصاد نړيوال کېدل وهڅوي.
لاورينس وونګ ويلي، د سينګاپور او چين مشران نږدې اړيکې او تګ راتګ لري او اقتصادي اړيکو یې پياوړی پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، سينګاپور د تايوان مسئلې په اړه د چين پر دريځ پوهېږي، د تايوان د خپلواکۍ له هر ډول کړنې سره مخالفت کوي او د يو چين پر اصل ټينګار لري. لاورينس وونګ د چين پر اقتصادي پرمختګ ټينګ باور او تمه ښودلې، چې هېواد به یې د چين د عصري کېدو په بهير کې ګډون وکړي او د اسيان او ايپېک په شمول څواړخيزو ساحو کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي.