د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د پېرو په پلازمېينې ليما کې د ايپېک د صنعتي او سوداګريزو چارو سرمشريزې ته «د زمانې تمايل ته په کتو د نړۍ د ګډې سمسورتيا هڅونه» په سرليک کتبي وينا کړې ده.
نوموړي د اسيا او ارام سمندر هېوادونه د اقتصاد د نړيوال کېدو يوه مهمه برخه بللې، چې د ګډو ګټو او ګډ برخليک ټولنه جوړوي.
د اقتصاد نړيوال کېدل د توليدي توان د پرمختګ هدفي غوښتنې او د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ اړينې نتيجې دي.
شي جين پينګ ويلي، د نړۍ ټول هېوادونه دې د اقتصاد د نړيوال کېدو پر سم لوري ټيڼګار ولري، ټولو خواوو ته د ګټو رسولو پر بنسټ دې نړيوال يو ځايښت ته وده ورکړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهیر ته دې د حیاتي ځواک، ټولشموله او دوامدار پرمختګ توان ورکړي.
نوموړي په دې اړه څو وړاندیزونه وکړل چې:
۱- د اسيا او ارام سمندر هېوادونه دې د نوښتونو له لارې د پرمختګ پر لوري ټينګار ولري او د نړيوال اقتصاد د قوي پرمختګ هڅونه دې وکړي.
۲- د اسيا او ارام سمندر هېوادونه دې د تمايل له مخې د نړيوال اقتصاد د ادارې سيسټم اصلاحات ترسره کړي.
۳- د اسيا او ارام سمندر هېوادونه دې د خلکو پر بنسټ د پرمختګ په بهير کې غير متوازېنې ستونزې حل کړي.
د اسيا او ارام سمندر سیمې په تېرو ۳۰ کلونو کې پياوړی پرمختګ موندلی او د برياليتوب لامل یې دا ښودل شوی، چې د سیمې هېوادونو سيمه ييزه سوله او ثبات ساتلی، پر څو اړخيزم او پرانيستي سيمه ييزم یې ټينګار کړی او د اقتصاد د نړيوال کېدو د تمايل له مخې یې د ګډو ګټو پر بنسټ يو بل ته لاس ورکړی دی.
شي جين پينګ په اشارې ويلي، د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په درېيمې عمومي غونډې کې د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصري کېدو لپاره سيسټماتيک ترتيبات نيول شوي دي او په خبره یې، چين به نړيوال اقتصاد ته د پرمختګ دوامداره پياوړې انرژي برابره کړي.
نوموړي د چين پرمختګ د اسيا او ارام سمندر سيمې په پرمختګ پسې تړلی بللی، چې ټولې سيمې ته ګټې ورسوي او په خبره یې چين به د پرانيستي تګ راتګ روحيه عملي کړي او د اسيا او ارام سمندر سیمې ته به پرمختګ ورکړي. د اسيا او ارام سمندر هېوادونه دې يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه دې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د نړۍ د ګډې سمسورتيا او د انسانانو د ښه راتلونکي لپاره دې ګډې هڅې وکړي.