د چین دولت رئیس شي جين پینګ د نومبر په ۱۶مې نېټې د پېرو په پلازمېنې ليما کې د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږیدلي دي.
رئیس شي جين پینګ له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې ويلي، په تېرو څلورو کلونو کې د چین او امريکا اړيکې له زياتو ستونزو سره مخ وې، خو بیا هم د دواړو هېوادونو مشرانو اغېزناکې خبرې او همکارۍ کړي او په عمومي لحاظ یې د اړیکو ثبات ساتلی دی.
نوموړي ويلي، د چين او امريکا د اړيکو پرمختیايي جريان د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵کلونو راهيسې لوړې ژورې تجربه کړې دي او په خبره یې، که دواړه هېوادونه دوستانه اړيکې وساتي او د توپيرونو د موجوديت ترڅنګ د ګډو نظريو د لټولو او د ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي، نو اړيکې به يې دايمي پرمختګ ومومي او که د دښمنۍ پر لارې ګامونه پورته کړي، نو بې له شکه اړيکې به یې لاتاوجنې او زيانمنې شي.
شي جين پينګ ويلي، د چین او امریکا ترمنځ اړيکې د نړۍ د تر ټولو مهمو دوه اړخيزو اړیکو په توګه نه يوازې د دواړو هېوادونو پر خلکو، بلکې د ټولو انسانانو پر برخلیک پسې تړاو لري، نو اړينه ده، چې دواړه هېوادونه د خلکو د نيکمرغۍ او د نړيوالې ټولنې د ګډو ګټو تر نظر لاندې ځيرک انتخاب وکړي او د ګډ موجوديت لپاره سمه لاره ومومي او په سوله کې اوږدمهاله ګډ ژوند وکړي.
نوموړي زياته کړې، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې تازه پای ته رسېدلي او چین غواړي د امریکا له حکومت سره ډيالوګ او همکاريو ته دوام ورکړي، خپلمنځي توپيرونه ورسره کنټرول کړي او د دوه اړخيزو اړیکو د ثبات او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.