د اسيا او ارام سمندري سیمې د اقتصادي همکاريو سازمان (ايپېک) ۳۱مه غیر رسمي سرمشریزه د نومبر په ۱۶مې نېټې د پېرو په پلازمېنې ليما کې ترسره شوه.
د چين دولت رئيس شي جين پینګ په دغې غونډې کې ګډون او د زمانې مسؤلیت او د اسيا او ارام سمندري سيمې د پرمختګ د پرمخبېولو په سرليک وينا کړې ده.
نوموړي غونډې ته په وينا کې ویلي، د اسيا او ارام سمندري سيمې د ایپېک په مشرۍ په تېرو شلګونو کلونو کې ډېر پرمختګونه او سمسورتيا موندلې او ډېری هېوادونه يو له بل سره پیوست شوي، چې اوسمهال دغه سيمه د نړيوال اقتصاد له حياتي ځواک څخه برخمنه شوې او عمده پرمختيایي اېنجن یې ګرځېدلی دی.
نوموړي ویلي، د نړۍ وضعيت په چټک بدلېدو دی او د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ هم د جيوپوليټيکس، یو اړخيزم او ځاني سوداګرۍ ساتونګو ننګونو سره مخ دي او په خبره یې، د اسيا او ارام سمندري سيمې هېوادونه د تاريخ په څلور لارې کې ولاړ دي.
شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندري سيمې له هېوادونو غوښتي، چې يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او د سيمې د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ او د سيمې د نوي پرمختګ لپاره دې لاس په کار او ګډې هڅې وکړي.
نوموړي يادو هېوادونو ته درې فقره ييز وړانديز کړی دی:
۱- د اسیا او ارام سمندري سیمې هېوادونه دې پرانيستی او ټولشموله همکاريز جوړښت جوړ کړي.
۲- د سيمې هېوادونه دې د زرغون پرمختګ په پار نوښتي اينجن پيدا کړي.
۳- سيمه ییز هېوادونه دې پر ګټورو او ټولشموله پرمختيايي افکارو ټينګار ولري.
رئیس شي جين پينګ ورخلاصون او اصلاحات د چين او نړۍ د ګډ پرمختګ او ترقۍ تاريخي جريان بللی او په خبره یې، د چین پرمختګ به د اسيا او ارام سمندري سیمې او د نړۍ پرمختګ لپاره لازیات فرصتونه برابر کړي.
نوموړي د چین د پرمختګ په ګړندي اورګاډي کې د ټولو خواوو د سپرېدو هرکلی کړی او په وینا یې، چين به د سولې، پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو او سمسورتيا په موخه د بېلا بېلو هېوادونو د عصري کېدو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
یاده غونډه د پېرو په پلازمېنې ليما کې د دغه هېواد د ولسمشرې دينا بورورات په مشرۍ د حیاتي ځواک د برابرولو، ټولشموليت او پرمختګ په سرليک ترسره شوه، چې پکې درې سندونه ((د ۲۰۲۴م کال د ايپېک د ماچو پيکچو اعلاميه ))، ((د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سیمې د اجنډا د نوي لرلید اعلاميه)) او ((د نړيوال اقتصادي جوړښت د بدلېدو په تړاو د ليما نقشه) هم خپاره شوي دي.
رئيس شي جين پینګ د همدې ورځې په شپه د ايپېک د مشرانو د هرکلي په مېلمستيا کې هم ګډون کړی و.