جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولې چين او لاتينه امريکا د ګډ برخليک لرونکي طبيعي شريکان دي؟

نوومبر 18, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

له نظره تر عمله او له ستراتيژۍ تر واقعيته

په پيرو کې د چانکای بندر د نومبر په ۱۴مه نېټه په رسمي ډول پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هغه پيرويي سيالې ډينا بولوارټې د ويډيو کنفرانس له لارې د چانکای بندر په پرانيستغونډه کې ګډون کړی و. د کمربند او لارې نوښت دغه پروژه چې د چيني کمپنيو له لوري پر مخ بېول شوې، د پيرو او اسيا تر منځ د مستقيمو انتقالاتو موده را کمولی شي. دغه راز د پيرو د ملي پراختيايي موخې ملاتړ هم کوي او دغه هېواد په لاتينه امريکا کې د اکمالاتي ځنځير پر يوه مهم دهليز بدلولی شي.

پيرو ته د رييس شي د سفر پر مهال د چين او پيرو تر منځ د همکاريو مهم هوکړه ليکونه لاسليک شول چې د ازادې متقابلې سوداګرۍ د هوکړه ليک نوي کول هم پکې شامل وو. په ۲۰۰۹ کال کې د ازادې متقابلې سوداګرۍ د اصلي هوکړه ليک له لاسليکېدو راهيسې چين د پيرو پر تر ټولو ستر سوداګريز شريک بدل شوی دی. په ۲۰۲۳م کال کې د دواړو هېوادونو د متقابلې سوداګرۍ حجمي ارزښت ۳۷.۶۹ ميلياردو ډالرو ته رسېدلی و او د پيرو ۴۰ سلنه صادرات چين ته شوي وو.

په سورينام کې چيني کارکوونکي کلي په کلي د لمريزې برېښنا پلنټونه جوړوي. دې هڅو په دغه هېواد کې پر ډيزلي برېښنا تکيه چې له کلونو راهيسې روانه وه، را کمه کړې ده. په جاميکا کې د چين له لوري د شمال – سويل لويې لارې جوړېدو د ګرځندوی مهم هدفونه سره نښلولي چې پخوا په ياد ټاپو کې د غرونو د يوې سلسلې له کبله يو له بله سره بېل شوي وو. ځايي خلک اوس د چين له لوري جوړ شوې دې لویې لارې ته د اقتصادي ودې د مهمې وسيلې په نظر ګوري.

پر زيربنايي پراختيا سربېره، چين د فقر او لوږې په کمولو کې خپلې تجربې هم له لاتينې امريکا سره شريکوي. د ګرينېډا د ملي پراختيا د ستراتيژۍ د مسودې په جوړولو کې مرسته، د کيوبا لپاره د صنعتي پراختيا د پلان په جوړولو کې مرسته، له السلوادور، ټرينېډاډ او ټوبيګو سره د بشري سرچينو د پراختيا په برخه کې مرسته په لاتينه امريکا کې د فقر د کمولو په برخه کې د چين د همکاريو وړې بېلګې دي.

د چين  او لاتينې امريکا د بازارونو په نښلول کېدو سره د لاتينې امريکا ګڼ شمېر کرنيز او حيواني محصولات لکه د چلي الوبالو، مکسيکويي اوکادو، اکوادوري شريمپونه (سمندري خواړه)، د نيکاراګوايي غوايو غوښه او کلمبيايي قهوه د ميليونونو چيني وګړو کورونو ته رسيدلي دي.

د سراسري سويل د کليدي ځواک په توګه متحد کېدل

چين او لاتينه امريکا تل د ګډ برخليک لرونکې ټولنه وي. د بهرني فشار پر وړاندې د هغوی ګډ مقاومت، د خپلواکۍ لپاره مبارزې او د ښه ژوند لپاره د هغوی هڅو له لسيزو راهيسې د چين او لاتينې امريکا وګړي سره نږدې کړې دي. د چين او لاتينې امريکا تر منځ سياسي اعتبار لا پوخ شوی دی. چين لاتينې امريکا ته د څو قطبي نړۍ د مهم لوبغاړي په نظر ګوري او د لاتينې امريکا له هېوادونو سره خپلو اړيکو ته له ستراتيژيکې او اوږدمهالې زاويې ادامه ورکوي.

د چين – لاتينې امريکا اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ستر تحرک موندلی دی. د روانې پېړۍ له پيل راهيسې د چين او لاتينې امريکا تر منځ سوداګرۍ چټکه وده کړې او په ۲۰۰۰م کال کې له ۱۲ ميلياردو ډالرو څخه په ۲۰۲۳م کال کې ۴۸۹.۰۵ ميلياردو ډالرو ته ورسېده، دغه راز یې روان کال ۵۰۰ ميلياردو ډالرو ته د رسېدو تمه کيږي.

د مالي همکاريو په برخه کې، چين او لاتینې امريکا د مالي همکاريو د پراختيا لپاره يو ميکانېزم رامنځته کړی دی. چين له ارجنټاين، برازيل، سورينام او چيلي سره د اسعارو د تبادلې تړونونه لاسليک کړي دي. چين او برازيل پر چيني يوان د سوداګريزو تادياتو د اجراء له پروسې تېر شول او وينزويلا اعلان وکړ چې د روسي روبل، ين، يورو او هندي کلدارو تر څنګ به د خپلو نړيوالو تادياتو په سيسټم کې چيني يوان هم شامل کړي.

د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او ګډ انکشاف د تعقيبولو لپاره طبيعي شريکان

د متحدو ايالتونو – لاتينې امريکا د دوديزو اړيکو پر خلاف د چين – لاتينې امريکا اړيکې پر متقابل درناوي ولاړې دي، د متقابلو ګټورو همکاريو پر بنسټ پر مخ بېول کيږي، د ورخلاصون او ټولشموليت پر بنسټ تعريفيږي او د ګډ انکشاف موخه تعقيبوي. چين او لاتينه امريکا ګډ کار کوي څو د مشارکت داسې ماډل رامنځته کړي چې له دوديزو اړيکو متفاوت وي. د چين – لاتينې امريکا اړيکې له نړيوالو تمايلاتو او تاريخي بهير سره په يوه ليکه کې دي چې د دواړو لورو د متقابلو ګټو د خونديتابه په خدمت کې دي. دغه مشارکت به په راتلونکي کې لا ډيرې لاسته راوړنې ولري او له بې اعتماديو ډکې نړۍ ته به ثبات ور وبښي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In