د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په اتلسمه نېټه د دغه وزارت د نوبتي ناستې مشري وکړه.
يوه خبريال په دغه ناسته کې د فليپين او امريکا ترمنځ د پوځي هوکړې د لاسليک په اړه د بېجينګ د دريځ پوښتنه وکړه.
لين جيان دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، هره پوځي هوکړه او د دفاع او امنيت هره همکاري بايد د درېيمې خوا پر ضد ونه کارول شي، د درېيمې خوا ګټو ته دې زيان و نه رسوي او د سيمې سولې ته دې روان ونه رسول شي. نوموړي زياته کړه، د ملي امنيت او سيمې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره يوازېنی مناسب انتخاب پر ښه ګاونډيتوب او ستراتيژيکې خپلواکۍ ټينګار کول دي.