د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د اتلسمې نېټې په سهار د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل په نولسمې سرمشريزې کې ګډون کړی او د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ د ابادولو په عنوان يې وينا کړې ده.
د دغې سرمشريزې د لومړي پړاو بحثونه د لوږې او بېوزلۍ د له منځه وړلو د چارو په محور ورټول وو.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، د چين په کوربتوب د جي شل د هانګ جو سرمشريزې د عمومي اقتصادي تګلارو په همغږۍ د پرمختګ چارو ته مرکزي مقام ورکړی و او د جي شل روانې سرمشريزې (( د عادلانه نړۍ او دواملرونکې کرې ابادول)) د غونډې اصلي موضوع ټاکلې ده. نوموړي د دواړو سرمشريزو ګډه موخه د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ ابادول ښودلي دي.
شي جين پينګ ويلي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې چيني بهير دا په ګوته کوي، چې په پرمختيايي هېوادونو کې د بېوزلۍ مسئله د نه ستومانه کېدوونکو هڅو، ټينګ هوډ او د مبارزې د روحيې پر مټ حلېدای شي. چين په دې برخه کې بريالی شوی او نور پرمختيايي هېوادونه هم د بري تر بریده رسیدلی شي. دغه چاره د بېوزلۍ پر وړاندې مبارزې کې د چين د برياليتوب د نړيوال اهميت څرګندويي کوي.
رئیس شي له نړیوال پرمختګ څخه د ملاتړ اته ماده ييز پلان اعلان کړی دی.
نوموړي د دغه پلان مشخص محتویات داسې څرګند کړي دي:
۱- چین د کمربند او لارې ګډه جوړونه ښه پرمخ بیايي.
۲- چین د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز جدي تطبیق کوي او د بېوزلۍ کمولو، د غلو دانو د امنیت ساتنې او ډیجټلي اقتصاد په شمول ځینو برخو کې به له پرمختیايي هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
۳ـ چین د افریقا د ابادۍ دوامدار ملاتړ کوي.
۴- چین د بېوزلۍ له منځه وړلو او د غلو دانو د خونديتوب د نړیوالو همکاريو ملاتړ کوي.
۵ – چین برازیل، جنوبي افریقا او افریقا لیګ ته د علمي ټکنالوژۍ د نړیوالو پرانيستو ګډو همکاريو وړاندیز کړی دی.
۶- چین د سراسري جنوب هېوادونو سره د مرستې په پار د جي شل له اغېزمنو همکاریو څخه ملاتړ کوي.
۷- چین د فساد ضد د مبارزې لپاره د جي شل عملي پلان تطبیق کوي.
۸- چین به د ورخلاصون د لوړې کچې سیسټم نور هم بشپړ کړي.
شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې له نورو ګډونوالو څخه غوښتي، چې د ګډ پرمختګ د يوې عادلانه نړۍ د ابادولو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ښکليو هيلو د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
نوموړي د دغې سرمشريزې له پيل مخکې له نورو ګډونوالو مشرانو سره د بېوزلۍ او لوږې د مخنيوي د نړيوال اتحاد په پيل مراسمو کې هم ګډون کړی و.