د چین دولت رئيس شي جین پینګ د نومبر په ۱۷مې نېټې د برازیل په فولها ورځپاڼې کې « د لیرې واټن په ملګرتیا ګډ برخلیک جوړ او راتلونکی اباد کړئ» په سرليک مقاله خپره کړې او د برازيل په لر او بر کې یې د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.
ډېری برازيليان پر دې اند دي، چې د رئیس شي جين پينګ په يادې مقالې کې د برازیل او چين د ۵۰ کلنو ډيپلوماتيکو اړيکو تاريخ او د چارو پايلې انعکاس شوي دي.
رئیس شي په دغې مقالې کې چين او برازیل ته وړاندیز کړی، چې خپلمنځي دوستانه اړیکې دې لا ټينګې کړي، د متقابلو ګټورو او همکاريو ځواک دې زیات او د خلکو ترمنځ د دوستۍ بنسټ دې پیاوړی کړي او د راتلونکو ۵۰ زرینو کلونو اړيکو ته دې وده ورکړي.