د چين د جه جيان ولايت د مرکز هانګ جو ښار شياو شان نړيوال هوايي ډګر څخه د نومبر په اوولسمې نېټې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لومړی مسافر وړونکی پرواز شو.
د ازبکستان هوايي شرکت د دغه پرواز دنده پر غاړه لري او هره اوونۍ یو پرواز ترسره کوي.
دا د چين د جه جيانګ ولايت او ازبکستان ترمنځ لومړی مستقيم پرواز او د هانګ جو او د قزاقستان د الماتا ترمنځ د مستقيم پرواز له پيل وروسته د هانګ جو او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ دوهم مسافر وړونکی پرواز دی.
د مالوماتو له مخې، چيني اتباع په ازبکستان کې لس ورځې بې له وېزې پاتې کېدلی شي.