د نومبر په ۱۸مه نېټه د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د برازيل په ريوديجتيرو ښار کې د جي شل(G20) په ۱۹مه سرمشريزه کې ګډون کړی او د لوږې او بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله یې د یوې ګډې پرمختيايي او عادلانه نړۍ د ابادۍ تر سرليک لاندې یوه مهمه وينا وکړه.هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې د چين پرمختګ د نړيوال پرمختګ يوه مهمه برخه ده.په چين کې اته سوه مليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي او له امله يې چين له ټاکلي وخت نه مخکې د بې وزلۍ د لرې کولو لپاره د ۲۰۳۰م کال د ملګرو ملتونو د پرمختيايي انجنډا موخه تر سره کړه.
ما د ۲۰۲۴م کال په می کې چين ته سفر وکړ او هم مې د چين له ځينو کلیوالو سیمو څخه ليدنه وکړه چې پخوا ډېر بې وزله وو. خو چين د نړيوال پرمختګ د يوې مهمې برخې په توګه د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړې او کوټلي ګامونه یې پورته کړي دي چې دا د ستاینې وړ دي. د سفر په موده کې مې داسې څه ونه ليدل چې د بېوزلۍ ښکارندويي وکړي، بلکې ما ته له چين څخه د پرمختګ، ابادۍ، هوساينې او ځان بسياينې يو راکړل شو چې زما په اند لامل يې هم د چين د خلکو او حکومت د ګډ کار او هڅو پايله ده.
له اوږدې مودې راهيسې چین او افغانستان دوه ښه دوستان او ګاونډي هېوادونه دي او چين هم په ډېرو برخو کې له افغانستان سره کمک کړی او کوي يې، اوس چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې دومره د لیدو وړ لاسته راوړنې درلودلې، نو زما په اند چین په دې برخه کې نه یوازې د افغانستان بلکې د جنوبۍ نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه او الګو ده. افغانستان د یوه وروسته پاتی او بې وزله هېواد په توګه اوس هم د هېواد د بيارغونې لپاره هلې ځلې کوي، نو فکر کوم، زمونږ هېواد کولای شي چې د چین له ښو او مؤثرو تجربو څخه په استفادې سره له بېلابېلو لارو لکه د کرنې او صنعت د ودې او معیاري کولو، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ، د کاري فرصتونو د برابرولو، د کاني زېرمو د استخراج او پروسس، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره د بازار موندنې او له نورو لارو د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي او یا يې له منځه یوسي. البته، په دې برخه کې د چين تجربې هم د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.
دا حقيقت دی چې په اوسنۍ نړۍ کې پرمختيایي هېوادونه په يوازې توګه نه شي کولی چې له بېولۍ سره مبارزه وکړي.نو د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د جي شل په سږنۍ غونډه کې هم د نړيوال پرمختګ لپاره د چين د اتو اقداماتو اعلان کړی او پکې يې له پرمختيايي هېوادونو سره ملاتړ ته د دوام ور کولو، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د غلودانو خونديتوب او د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ په شمول بېلا بېلو برخو کې له یادو هېوادونو سره همکارۍ پیاوړې کړي. په ورته وخت کې چین هم پرېکړه کړې چې د لوږې او بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه جوړ شوي اتحاد کې برخه واخلي او د شلو هېوادونو د ګروپ د پرمختګ د وزيرانو د غونډې له تر سره کولو څخه ملاتړ کوي. نو زما په اند له دغې نړیوالې شومې پدیدې سره مبارزه او نړیوال پرمختګ لپاره د دغو هېوادونو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده، ترڅو نړۍ وکولای شي چې د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۳۰م کال له پرمختيايي اجنډا سره سم، خپله موخه ترسره کړي. په ورته وخت کې زما په نظر، د چین ولسي جمهوریت په دې لاره کې د نړۍ یو مخکښ هېواد دی چې په پرله پسې هڅو سره تر ډېره بریده خپل مسئولیت او کارونه ترسره کړی او کوي يې.