د نړۍ د انټرنېټ د ۲۰۲۴م کال سرمشريزه د نومبر په شملې نېټې د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن ښار کې (( د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک ټولنې جوړول)) په سرليک پرانيستل شوه.
ټاکل شوې، د دغې سرمشريزې په ترڅ کې به د نړيوال پرمختګ پېشنهاد، ډيجټلي اقتصاد او د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيکي نوښت او ادارې په شمول د مختلفو چارو په محور ۲۴ فرعي فورمونه هم ترسره شي.
د انټرنېټي رڼا نندارتون، چې د نوموړې سرمشريزې يوه مهمه برخه ده، د نومبر په نولسمې نېټې پرانيستل شوی، چې د چين او د نړۍ د نورو ۵۲ هېوادونو او سيمو ۶۶۵ شرکتونو پکې برخه اخيستې او خپل توليدات يې پکې پلور او نندارې ته وړاندې کړي دي.