د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۹مې نېټې په ماسپښين د برازیل پلازمېنې برازيليا ته رسيدلی او له دغه هېواده یې رسمي لیدنه پیل کړې ده.
کله چې د شي جین پینګ ځانګړې الوتکه د برازیلیا هوايي ډګر کې ښکته شوه، نو د برازيل د ولسمشرۍ د دفتر لومړي رئيس روي کوسټا او نورو لوړ پوړو چارواکو د دغه هېواد د ولسمشر لولا او د برازيل د حکومت په استازيتوب د رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی دی.
شي جين پينګ له دې مخکې د جي شل په ۱۹مې سرمشريزې کې، چې د برازیل په ریو جانیرو کې ترسره شوه، هم ګډون کړی و او اوس برازيليا ته په رسمي سفر تللی دی.