د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۹مې نېټې د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږیدلي دي.
شي جين پينګ له خپل فرانسوي سیال سره په خبرو کې ويلي، اوسمهل نړیوال وضعیت له سترو بدلونونو سره مخ دی او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د نړۍ د یووالي هڅونه او ګړنديتوب د چين او فرانسې ګډه دنده ده او په خبره یې، دواړه هېوادونه دې خپلمنځي ستراتیژیکې تبادلې پياوړې او یو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، خپلمنځي اړیکې دې ښې وساتي او د چین او اروپا د اړیکو د مناسب ټینګښت لپاره دې فعال رول ولوبوي.
ښاغلي ماکرون ویلي، فرانسه پر ستراتیژیکې خپلواکۍ ټینګار لري او غواړي د چین او فرانسې د مشرانو ګډې نظریې جدي پلې او د خپلمنځي اړیکو نوی ماډل جوړ کړي او په مختلفو برخو کې به له چین سره اړیکې نورې هم نږدې او ژورې کړي.