د چين سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۲۱مې نېټې د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابتې ودې لپاره يو لړ نوي تدبيرونه خپاره کړي، چې له مخې به يې دغه هېواد د صادراتو د کريډېټ بيمې پراخې، د بهرنۍ سوداګرۍ له ښکېلو تصديو څخه د فنډ راټولولو ملاتړ زیات او د سوداګريزو معاملو حساب به اسانه کړي، الکټرونيکي سوداګرۍ ته به وده ورکړي، د ځانګړو کرنيزو محصولاتو صادرات به پراخ او د مهمو تجهیزاتو، انرژيو او سرچېنو له وارداتو څخه به ملاتړ وکړي.