د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې په چين کې د برېښنایي سوداګرۍ د سالم پرمختګ وضعيت ساتل شوی، په انلاين ډول مصارف زيات شوي او د برښنایي سوداګرۍ نړيوالې همکارۍ ژورې شوې دي.
د چين د شمېرنې ملي ادارې معلومات ښيي، چې په تېرو لسو مياشتو کې دغه هېواد کې د انلاين پرچون خرڅلاو اندازه ۱۲ زره او ۴ سوو ميلياردو يوانو ته رسېدلې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸،۸٪ زياته شوې ده.
په شانګهای کې د ورېښمو لارې د برښنایي سوداګرۍ د همکارۍ ازمويښتي زون د تېر يوه کال له تاسیس وروسته پرمختګ کړی، چې ۳۸ دندې يې عملي کړې، د ميکانيزم د نوښت په برخه کې يې ۱۰ پايلې تر لاسه کړې او ۵ ګټورې او کاپي کېدونکې تجربې یې راټولې کړې دي او د همکارو هېوادونو د انلاين او افلاين نندارځايونه له ۷۰ څخه اوښتي دي.