په دوو ژبو د برلاسو وياندويانو دويمه نړيواله سيالي د نومبر د ۲۳مې په شپه د چين په کمونېکېشن پوهنتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې يې پياوړو ویاندويانو ته جایزې ورکړل شوې دي.
په چيني او بهرنيو ژبو کيسې ویل د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت پل ګڼل کېږي او په چيني او بهرنيو ژبو برلاسو وياندويانو په ټولنيزو رسنيو کې پوره شهرت موندلی دی.
د دغې سيالۍ هدف په دوو ژبو له برلاسو وياندويانو څخه د مستعدو ځوانانو ټاکل او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تمدنونو د تبادلې ټينګښت ښودل شوی دی.
په دغې سيالۍ کې د افغانستان، تانزانيا، بنګلادېش او قزاقستان په شمول د شپږويشتو هېوادونو څه دپاسه پنځه سوو ځوانانو ګډون کړی و، چې د افغانستان درېيو ځوانانو ادريس قاسمي (IDRIS QASEMI)، محرابي زهرا (MEHRABI ZAHRA) او سروري زينب (SARWARY ZAINAB) پکې جايزې ګټلي او په کابل کې د کنفوسيوس پوهنځي بیا د تنظيم مهمه جايزه خپله کړې ده.