د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د نومبر په ۲۵مې نېټې د جيانګ سو ولايت په سو جو ښار کې د سينګاپور د دولتي شورا له سلاکار لي هسين لونګ سره ليدلي او دواړو مشرانو د چين او سینګاپور د سو جو صنعتي زون د باکيفيته پرمختګ په ناستې کې ګډون کړی دی.
هه لي فنګ له نوموړي سره په خبرو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او لي هسين لونګ د تېر کال لېدنې ته، چې همغه مهال ښاغلی لي هسين لونګ د سینګاپور صدراعظم و، اشاره کړې ده او ويلي يې دي، چې دواړو مشرانو د چين او سينګاپور اړيکې د هرې برخې او ښه کيفيت پراخ لرليد لرونکې ملګرتيا ته پورته کړي او د نوې زمانې د خپلمنځي اړيکو او همکاريو نقشه يې پنځولې ده.
نوموړي ويلي، چين او سينګاپور دې د سو جو صنعتي زون په شمول د همکاريزو ډګرونو په کارولو سره د روانو همکاريو کيفيت لوړ او د مشرانو ګډې هوکړې دې پلې کړي.
لي هسين لونګ ويلي، د سينګاپور او چين اړيکې د دواړو هېوادونو د مشرانو په لارښوونې ډېرې ټينګې شوي او پياوړی پرمختيايي تمايل یې ښکاره شوی دی.
نوموړي ويلي، سينګاپور به له چين سره د بېلا بېلو کچو تګ راتګ زيات او همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او د مهمو پروژو د نويو پايلو لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي، څو خپلمنځي اړيکې يې لا ټينګښت ومومي.