د چين د ملکي هوايي چلند ملي ادارې د نومبر په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په اکتوبر کې د دغه هېواد د ملکي هوايي چلند ټرانسپورټي چارو خپل ثابت او پرمختيايي تمايل ساتلی او د لېږد رالېږد عمومي اندازې، د مسافرينو شمېر او د لېږدول شويو مالونو او پوستي بستو اندازې يې په جلا جلا توګه د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۷.۸، ۱۲.۵ او ۲۱.۴ زياتوالی موندلی دی.