د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين د اکمالاتي ځنځير په دوهم نړيوال نندارتون کې د ګډونوالو تصديو له استازيو سره لیدلي دي.
په دغې ليدنې کې د جاپان سومیتومو اېلېکټريک شرکت، د امريکا اېپل شرکت، د تايلنډ سي پي ګروپ، د هسپانيې ريو تينتو ګروپ، د امريکا کورنينګ شرکت، د چين ايي سي بي سي بانک او له چين سره د امريکا د سوداګرۍ ملي کمېټې په شمول د چيني او بهرنيو تصديو او ارګانونو مسؤلينو ګډون کړی و.
د يادو شرکتونو مسئولينو چيني بازار د نړۍ د اکمالاتي ځنځير يوه مهمه تشکيلاتي برخه بللې، چې د ټولې نړۍ د پيوستون او نوښتي پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
د دوی په خبره، بهرني شرکتونه د چين د سترو پرمختګونو عيني شاهدان پاتې شوي، د چيني اقتصاد پر راتلونکي پرمختګ یې پوره باور او پر چيني بازار یې خوشبيني ښودلې او په چين کې یې د ډېرو پانګونو نيت څرګند کړی دی.
د چين صدراعظم لي چيانګ د ګډونوالو د ويناوو تر اورېدو وروسته څرګنده کړې، چې اوسمهال نړيوال اقتصادي پرمختګ ډېر کمزوری دی او په خبره یې، د ځاني سوداګرۍ ساتونکې کړنې د نړۍ اکمالاتي ځنځير ته زيانونه رسوي، د تصديو سربيې لوړوي، اقتصادي موثريت ټيټوي او د ګډ پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.
نوموړي ويلي، ټول بايد پر نړيوال اقتصاد د اکمالاتي ځنځير اهميت درک او په اړه یې ښه پوهاوې ولري، د اکملاتي او صنعتي ځنځيرونو په اړه خپلمنځي همکارۍ باید پراخې کړي، د اقتصادي اړيکو د پرېکون له هر ډول کړنو سره باید مخالفت وکړي او د نړيوالو اکمالاتي او صنعتي ځنځيرونو ثبات او د مختلفو خواوو ګډې ګټې باید وساتي.