د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين کمونېست ګوند او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د سياسي ګوندونو ډيالوګ د نومبر په ۲۵مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې (د چيني شکله عصريتوب او د چين — د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د اړيکو نوی پرمختيايي فرصت: د سياسي ګوندونو خدمتونه) په سرليک ترسره شو، چې د منځنۍ او ختيځې اروپا د ۱۲ هېوادونو د ۱۹ سياسي ګوندونو کابو ۵۰ استازيو پکې ګډون کړی و.
د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د بهرنيو اړيکو څانګې مشر ليو جيان چاو ياد ډيالوګ ته په وينا کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې د چين — منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د سرمشريزې مشري کړې، د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره يې پر همکاريو او پرمختګ بحثونه کړي، د خپلمنځي ستراتيژيو او تيوريو په اړه يې ورسره نظرتبادلې کړي، د سياسي ګوندونو ترمنځ د همکاريو بالقوه توان يې لوړ کړی او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.
د ډيالوګ بهرنيو برخه والو د چين پرمختيايي لار نړۍ ته يو نوی انتخاب بللی او هيله يې ښودلې، چې د چين له کمونېست ګوند سره خپلمنځي ډيالوګ او تګ راتګ زيات او متقابل تفاهم ورسره پياوړی کړي او د اروپا او چين اړيکې ښې پرمخ بوزي.