د امريکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې پر ټولنيز رسنيو ويلي، چې له چين سره يې د فينټانيل په شمول د نشه يي توکو په اړه مذاکرات کړی، خو تر اوسه یې هيڅ پرمختګ نه دی کړی او لا هم ډېر نشه يي توکي امريکا ته داخلېږي، په همدې امله به پر ټولو چيني توکو ۱۰ سلنه اضافي ګمرکي تعرفې ولګوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د نومبر په ۲۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد یې په نړۍ کې د نشه يي توکو پر ضد سخته تګلاره لري او پوره يې پلې کوي.
نوموړي فينټانيل د امريکا کورنۍ چاره بللې او په وينا یې، هېواد یې بیا هم د فينټانيل پر ضد له امريکا څخه ملاتړ کړی دی.
چين په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ لومړی هېواد ګرځېدلی چې د فينټانيل ټول ډولونه جدي کنټرول کړي او له امريکا سره یې د نشه يي توکو پر ضد پراخې او ژورې همکارۍ کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، هېواد يې غواړي، د متقابلو ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له امريکا سره د نشه يي توکو پر وړاندې همکارۍ وکړي او واشنګټن بايد د چين او امريکا ترمنځ د نشه يي توکو پر ضد لاسته راوړنې وساتي.