د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۶مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د ساموای له صدراعظمې فيامي ناومي ماتافا سره ليدلي دي.
شي جين پينګ له ناومي ماتافا سره په خبرو کې د ملي حاکميت او خپلواکۍ د ساتلو او له خپل وضيعت سره سم د پرمختګ لارې د پيدا کولو په برخه کې له ساموای څخه ټينګ ملاتړ کړی دی.
نوموړي ويلي، چين به له ساموای سره د متقابل درناوي او باور پر بنسټ همکارۍ وکړي، د هېواد د ادارې او پرمختګ تجربې به ورسره شريکې کړي، د اقتصادي او ټوليز پرمختګ په برخه کې به ورسره مرستې او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې او کرنې په برخو کې به ورسره همکارۍ وکړي او د ګډې ابادۍ په لوري به ورسره ګامونه واخلي.
صدراعظمې ناومي ماتافا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او د رئيس شي جين پينګ لخوا د وړاندې شوي د پرمختګ، امنيت او تمدنونو له نړيوالو وړانديزونو څخه يې ملاتړ کړی دی.
نوموړې ويلي، ساموای چين ته د مهم ستراتيژيک همکار په سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه په راتلونکي کال کې د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو ۵۰مې کليزې په درشل کې د اړيکو د لا پرمختګ لپاره هڅې وکړي.