په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د نومبر د ۲۷ مې نېټې په سهار د اوکراين مسئلې په تړاو د امنيت شورا غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د اوکراين او روسيې ترمنځ د روانې جګړې له امله اندېښمن دی او د شخړو له ښکېلو خواوو څخه غواړي، چې زغم او حوصله وساتي او هغه هڅې چې مقابل لوري ته په پوځي لارو چارو ماتې ورکول غواړي، پرېږدي، سولې او خلکو ته دې لومړيتوب ورکړي او ډېر ژر دې د سولې خبرې پيل او اوربند ته غاړه کېږدي.
ګنګ شوانګ زياته کړه، چې د اوکراين بحران سياسي حل وفصل د نړيوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتيا لري. چين د دې بحران د ښکيلو خواوو ترمنځ د سولې او خبرو لپاره هڅې کړي او کوي يې او د امريکا په ګډون له ټولو خواوو غواړي، چې له چين سره د جګړې د ختمولو لپاره رښتيني او صادقانه هڅې وکړي.